د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند د جنسي تاوتریخوالي په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې وروستۍ څرګندونې رد کړې. هغه وویل چې دا اداره باید افغانستان ته له خپل لیدلوري ونه ګوري.

د دغه وزارت ویاند اسلم باداریوال د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون سره په خبرو کې ادعا وکړه چې په افغانستان کې ښځې له ټولو شرعي حقونو برخمنې دي. هغه له نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې بې‌طرفي وساتي.

دا څرګندونې وروسته تر دې کېږي چې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې پرامیلا پاتن د مادرید په څلورمه ناسته کې وویل چې د طالبانو حکومت په چلند کې د بدلون هېڅ نښه نشته او پر ښځو محدودیتونه لا زیات شوي دي.

مېرمن پاتن وویل چې د افغان ښځو وضعیت له بشري حقونو تېر شوی او په یوه پراخ بحران بدل شوی چې د نړیوالې ټولنې بېړني اقدام ته اړتیا لري.

دې چارواکې جبري ودونو او جنسي تاوتریخوالي ته په اشارې وویل چې پر زده‌کړو، کار او سفر بندیزونو په ټولنه کې د ښځو شتون خورا محدود کړی دی.

د ملګرو ملتونو د استازې په وینا، په افغانستان کې نږدې ۲۰ میلیونه ښځې او نجونې له ټولنیز مشارکت او اساسي حقونو څخه بې‌برخې پاتې شوې دي.

سرچینه: ملي ټلوېزیون

🌐

Author