د هرات له حوزوي روغتون څخه سرچینې وایي چې یوه طالب د دغه روغتون په عاجل یا ایمرجنسي څانګه کې یوې ښځینه ډاکټرې ته سپکاوی کړی او په څپیړه یې وهلې ده.
دې پیښې د روغتیايي کارکوونکو غبرګون پارولی دی.
کله چې نورو ډاکټرانو د دې تاوتریخوالي پر ضد اعتراض وکړ، نو طالبانو له نارینه ډاکټرانو سره هم بد چلند کړی دی
. د روغتون یو مسوول دا پیښه “عادي” بللې او نور جزییات یې نه دي ورکړي.
پر ښځینه کارکوونکو، په ځانګړي ډول د روغتیا په برخه کې تاوتریخوالی جدي اندیښنې راپارولي دي.
د بشري حقونو ادارو په وار وار د اوسني حکومت تر سیوري لاندې د ښځو د خوندیتوب په اړه خبرداری ورکړی دی.