د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان وروستیو فشارونو ته په غبرګون کې اسلام اباد د افغانستان پر ضد په توطیې جوړولو تورن کړ.

هغه وویل د پاکستان په پوځ کې ځینې کړۍ چې تمه یې درلوده افغانستان به یې تر اغیز لاندې وي، اوس د کابل په خپلواکۍ خفه دي.


مجاهد وویل چې د پاکستان وروستي بریدونه ښايي د بګرام له موضوع او د امریکا له غوښتنو سره تړاو ولري.

هغه ټینګار وکړ چې پاکستان نه شي کولای د پردیو وسیله شي او نه هم پر افغانستان واکمني کولای شي.


د طالبانو ویاند په افغانستان کې د ټي ټي پي شتون رد کړ او هغه یې د پاکستان کورنۍ ستونزه وبلله.

هغه وویل وزیرستاني کډوال له دیورند کرښې لرې شوي او هیڅ وسله وال پکې نشته.

ذبیحاللهمجاهد #پاکستان #طالبان #بګرام #ټيټيپي #دیورند #بهرنۍ_تګلاره #افغانستان

Author