د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري غونډه کې وویل چې اسلام اباد د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ته پوره درناوی لري.
طاهر اندرابي په کابل کې د نظام د بدلون لپاره د پاکستان د هڅو په اړه آوازې رد کړې.
هغه ټینګار وکړ چې د حکومت د ډول ټاکل د افغانانو حق دی او پاکستان چمتو دی چې له اوسنۍ ادارې سره همکاری وکړي. دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې وروستیو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ ناندرۍ زیاتې شوې دي.
شنونکي دا خبرې د دیپلوماتیکو تاوتریخوالو د کمولو هڅه بولي. خو د امنیتي مسایلو او پاکستاني طالبانو پر سر اختلافات لا هم د دواړو هیوادونو د اړیکو اصلي ستونزه ده.