د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان وروستیو فشارونو ته په غبرګون کې اسلام اباد د افغانستان پر ضد په توطیې جوړولو تورن کړ.
هغه وویل د پاکستان په پوځ کې ځینې کړۍ چې تمه یې درلوده افغانستان به یې تر اغیز لاندې وي، اوس د کابل په خپلواکۍ خفه دي.
مجاهد وویل چې د پاکستان وروستي بریدونه ښايي د بګرام له موضوع او د امریکا له غوښتنو سره تړاو ولري.
هغه ټینګار وکړ چې پاکستان نه شي کولای د پردیو وسیله شي او نه هم پر افغانستان واکمني کولای شي.
د طالبانو ویاند په افغانستان کې د ټي ټي پي شتون رد کړ او هغه یې د پاکستان کورنۍ ستونزه وبلله.
هغه وویل وزیرستاني کډوال له دیورند کرښې لرې شوي او هیڅ وسله وال پکې نشته.