په تخار ولایت کې د چاه اب ولسوالۍ ځایی سرچینې د طالبانو اړوند د سرو زرو استخراجي شرکتونو او ځایی خلکو ترمنځ د سختې نښتې خبر ورکوي.

دا نښتې چې د جمعې په ورځ پیل شوې او تر دوشنبې ۱۵ جدي پورې یې دوام درلود، د سیمې د ۵ اوسیدونکو او د شرکت د یو کارکوونکي د وژل کیدو لامل شوې دي .


ځایی خلک چې د چاپیریال له ویجاړیدو، د اوبو بندیدو او په عوایدو کې د ونډې نشتوالي څخه شکایت لري، د طالبانو له ځواکونو سره نښتي او د څو شرکتونو خیمې یې سوځولې دي. لاریون کونکي وايي چې بې رویه کیندنو د دوی ژوند له جدي خطر سره مخ کړی دی .
راپورونه وايي چې طالبانو د “سمتي بلاک اول” سیمه کلابنده کړې او تاوتریخوالی لا هم لوړ دی. دا پیښه د هیواد په شمال کې د طالبانو لخوا د طبیعي زیرمو د مدیریت په اړه د خلکو ژوره ناخوښي څرګندوي .

تخار #چاهآب #دسروزروکان #نښته #طالبان #ولسيلاریون #چاپیریال #افغانستان #ولایتيخبرونه

Author