د طالبانو د کډوالو چارو وزارت وايي چې ۹۲ افغان وګړي د پاکستان له زندانونو څخه تر خوشې کېدو وروسته هېواد ته راستانه شوي دي . د

دغه وزارت په وینا، یادو کسانو له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې په زندان کې تیرې کړي دي .


په پاکستان کې ډیری افغانان د قانوني اسنادو د نشتون له کبله نیول کیږي. نړیوالو ادارو ویلي چې پاکستان په دې وروستیو کې د افغان کډوالو نیول او ایستل زیات کړي او پولیس ورسره بد چلند کوي .
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د کډوالو پراخ ستنیدل د افغانستان پر محدودو سرچینو فشار راوړی دی. د امکاناتو نشتون د راستنیدونکو لپاره د بې وزلۍ او بشري ناورین خطر زیات کړی دی .

کډوال #افغانستان #پاکستان #بندیان #راستنیدل #بشريحقونه #ملګريملتونه #بشري_ناورین

Author