د جمهوري نظام پر مهال د خوست والي محمد حلیم فدايي په یوه جنجالي څرګندونه کې ویلي چې «افغانستان دې د خلکو په ګټه امریکا ته وسپارل شي.» .
هغه خبرداری ورکړ چې که دا کار ونشي، پاکستان به رامنځته شوې خلا ډکه کړي .
دا خبرې په داسې حال کې کیږي چې زلمي خلیلزاد په یوه تازه مرکه کې ویلي چې له طالبانو سره د توافق لپاره ډیر موارد شته.
خلیلزاد دا هم ویلي چې د دوحې د ځینو مسایلو په اړه خبرې نه کوي .
فدايي باور لري چې له امریکا سره تعامل د نړیوالې همکارۍ فرصت برابرولی شي. خو طالبان تل په خپلې خپلواکۍ ټینګار کوي او هر ډول بهرنۍ وابستګي ردوي .