په بادغیس ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي چې یوه سړي د بالامرغاب په ولسوالۍ کې خپله میرمن او یو بل سړی د نامشروع اړیکو په تور وژلي دي .
دا پیښه دوه شپې مخکې د «موري چاق» په کلي کې شوې ده .
سرچینې وايي چې قاتل د طالبانو لخوا نیول شوی دی. د پیښې اصلي لامل کورنۍ شخړه او ناموسي مسایل بلل شوي دي .
په لرې پرتو سیمو کې دغه ډول پیښې وخت ناوخت رامنځته کیږي. د قانون نشتون او دودیزې فیصلې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي لامل کیږي .