سي ان ان نیوز ۱۸ شبکې خبر ورکړی چې ترکیې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روغې جوړې هڅې وروسته له هغې ودرولې چې پایله یې ورنکړه .
ډیپلوماتیکې سرچینې وايي انقرې اسلام اباد ته ویلي چې طالبان د هغوی غوښتنې نه مني .
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دوه میاشتې مخکې ویلي وو چې د ستونزې د حل لپاره به یو پلاوی واستوي.
خو تر اوسه کوم پلاوی نه دی تللی او خبرې اترې ناکامې شوې دي .
د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې د ټي ټي بي د فعالیتونو له کبله خرابې شوې دي. پاکستان تور لګوي چې افغان طالبان وسله والو ته ځای ورکوي، خو طالبان دا تورونه نه مني .