په کابل کې د چین سفارت خپلو وګړو او شرکتونو ته خبرداری ورکړی چې له بدخشان، تخار او سرحدي سیمو څخه ژر تر ژره ووځي .
سفارت ویلي چې امنیتي وضعیت د ډاډ وړ نه دی او د بریدونو امکان شته .
دا خبرداری وروسته له هغې ورکول کیږي چې تیر کال په همدې سیمو کې پر چینایانو بریدونه شوي وو. بیجینګ له خپلو اتباعو غوښتي چې امنیتي تدابیر جدي ونیسي .
چین د افغانستان له سرحدونو څخه د وسله والو ډلو د ورتګ اندیښنه لري. سره له دې چې چین له طالبانو سره ښې اړیکې لري، خو امنیتي ګواښونه لا هم یوه لویه ستونزه ده .