د طالبانو سترې محکمې ویلي چې په فاریاب ولایت کې یې درې تنه د اخلاقي تورونو له امله په دورو وهلي دي. رسمي شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ اونۍ کې ۳۷ تنه په بېلابېلو ولایتونو کې په عام محضر کې مجازات شوي دي.
دغه شمېرې د تېرې میاشتې په پرتله د بدني سزاګانو ۶۸ سلنه زیاتوالی ښيي. طالبان وايي چې دا سزاوې د غلا، زنا او شرابو څښلو په تور په کابل، هرات، ننګرهار او نورو ولایتونو کې تطبیق شوي دي.
د بشري حقونو فعالان وايي چې طالبان غواړي په دې کار سره په خلکو کې ویره خپره کړي. عام خلک هم د دغو سزاګانو د زیاتوالي او د عادلانه محاکمې د نشتون په اړه اندېښنه لري.