د افغانستان پخواني لوی څارنوال فرید حمیدي د طالبانو نوې جزایی اصولنامه د خلکو د “محکومیت ابلاغیه” وبلله او ویې ویل چې دا سند په ۲۱مه پیړۍ کې غلامي په رسمیت پیژني.

د هغه په وینا، دا قانون په هېواد کې ښکاره تبعیض او د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی بنسټیز کوي .


د راپورونو له مخې، طالبانو په دې سند کې ټولنه په څلورو طبقو (علما، اشراف، متوسط او ټیټه طبقه) ویشلې ده.

حمیدي د دې ظالمانه ویش او د انساني کرامت د نقض پر وړاندې د نړۍ چوپتیا د شرم وړ وبلله .


هغه له دیني عالمانو وغوښتل چې یا د دې سیاستونو پر وړاندې اعتراض وکړي او سرلوړي شي، یا چوپ پاتې شي او زیان وکړي.

حمیدي ټینګار وکړ چې دا اصولنامه د اسلام د دین خلاف ده او یوازې د طالبانو د ډله ایزو اهدافو لپاره جوړه شوې ده .

فریدحمیدي #طالبان #بشريحقونه #غلامي #تبعیض #افغانمیرمنې #عدالت #جزاییقانون #افغانستان #مدنيټولنه #لویڅارنوال

Author