نن د پوهنې نړیواله ورځ ده، خو افغانستان په ټوله نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې پکې د نجونو پر مخ د زدهکړو دروازې په بشپړه توګه تړل شوې دي.
په داسې حال کې چې نوره نړۍ د علم او پوهې ارزښت نمانځي، افغان نجونې له خپل مسلم او انساني حق څخه بېبرخې پاتې دي.
د تنکیو نجونو پر مخ د ښوونځیو له تړل کېدو ۱۵۸۹ ورځې او د طالبانو د ډلې لخوا پوهنتونونو ته د ښځو د ورتګ له بندیز څخه ۱۱۲۹ ورځې تېرېږي.
دا شمېرې یوازې د ورځو حساب نه دی، بلکه د زرګونو هیلو د مړینې او د هېواد د نیمایي نفوس د حذفولو تریخ حقیقت بیانوي چې جبران یې ګران دی.
زدهکړه یو بنسټیز انسانی حق دی او له هغه څخه محرومیت ستر ظلم او بېعدالتي ګڼل کېږي.
هره ورځ چې نجونې له زدهکړو لرې ساتل کېږي، نه یوازې د هغوی پر راتلونکي بلکې د ټول هېواد پر پرمختګ او آبادۍ یو لوی ګوزار دی چې باید پای ومومي.
موږ په زرین نړیوال ټلویزیون کې د خپلو هېوادوالو نجونو او ښځو د زدهکړې، تحصیل او کار له حق څخه کلک ملاتړ کوو او نړۍ ته د هغوی د غږ رسولو لپاره له هر ممکن فرصت او وسیلې کار اخلو!