د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکي دفتر (سیګار) اعلان کړی چې د دې ادارې فعالیتونه به د روانې میاشتې تر پایه ودرول شي. دغه اداره چې په ۲۰۰۸ کال کې د امریکا د کانګرس لخوا جوړه شوې وه، په افغانستان کې د امریکا د ۱۴۸ میلیارده ډالرو مرستو د لګښت د څارنې دنده درلوده .
د سیګار په وروستیو راپورونو کې راغلي چې امریکا په افغانستان کې ډېرې پیسې لګولې، خو فساد او ناوړه مدیریت د ډېرو پانګو د ضایع کېدو لامل شو. دې ادارې همدارنګه فاش کړه چې د ۷.۱ میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې پاتې شوي او اوس د طالبانو په واک کې دي .
د سیګار په تړل کېدو سره به د دې ادارې ویبپاڼه هم له فعالیت څخه وغورځیږي او اسناد به یې د شمالي ټیکساس پوهنتون “سایبري هدیرې” آرشیف ته ولېږدول شي. د سیګار د کار پای په افغانستان کې د امریکا د شل کلن حضور د مالي میراث او پروژو د څارنې رسمي پای دی .
#سیګار #افغانستان #امریکا #بیارغونه #فساد #طالبان #پوځی_تجهیزات #سیاسی_خبرونه