د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له بي بي سي سره په خبرو کې خبرداری ورکړی چې د دې ډلې پر نویو جزایي قوانینو او اصولنامې هره نیوکه، د خلکو په ایمان او مسلمانۍ کې د شک په معنا ده. هغه ټینګار وکړ چې دا قوانین د حنفي فقهې پر اساس تدوین شوي او د ټولو لپاره د پلي کېدو وړ دي .

مجاهد د طالبانو د قضایی سیستم په توجیه کې ټولنه په دریو طبقو وویشله: لوړه طبقه چې سادات او مشران پکې شامل دي، منځنۍ طبقه چې عام خلک دي، او ټیټه طبقه چې مجرمان پکې شامل دي. هغه وویل چې مجازات د دې ډلبندۍ پر اساس پلي کیږي او هدف یې د ټولنې اصلاح ده، نه غچ اخیستل .

دا خبرې په داسې حال کې کیږي چې د بشري حقونو بنسټونو او نړیوالې ټولنې په وار وار د طالبانو د قضایی سیستم او د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د نقض په اړه اندېښنه ښودلې ده. خو مجاهد ټینګار وکړ چې د طالبانو جزایی اصولنامه د بدلون وړ نه ده او ښځې به هم د میړه د دندو د نه ترسره کولو په صورت کې تر پوښتنې لاندې راشي .

#طالبان #ذبیح_الله_مجاهد #شریعت #بشری_حقونه #افغانستان #قانون #ټولنه #ښځې

Author