د هند حکومت په خپله نوې مالي بودیجه کې د افغانستان لپاره یو نیم میلیارد روپۍ (شاوخوا ۱۶.۵ میلیونه ډالره) مرسته په پام کې نیولې ده . که څه هم دا اندازه د تېر کال په پرتله لږه ډېره شوې، خو د مخکیني حکومت پر مهال د هند د لویو مرستو په پرتله ډېره کمه ده .
د هند او طالبانو ترمنځ د اړیکو په ښه کېدو سره، نوي ډیلي سفارت طالبانو ته سپارلی او د هغوی د وزیرانو کوربه توب یې کړی دی . خو داسې ښکاري چې هند اوس یوازې بشري مرستو ته پام کوي او د لویو پروژو د پلي کولو اراده نه لري، هغه څه چې پاکستان یې په اړه اندېښنه لري .

افغانستان #هند #مرسته #بودیجه #طالبان #ډیپلوماسي #نوی_ډیلي #اړیکې

Author