د طالبانو له پیښو سره د مبارزې ادارې اعلان کړی چې په تیر یو کال کې د ماینونو او له جګړې د پاتې شویو چاودیدونکو توکو له امله په ټول هیواد کې ۸۷ تنه وژل شوي دي . ټکان ورکوونکې شمیرې ښيي چې د دې پیښو ۶۷ سلنه قربانیان ماشومان دي چې د لوبو یا تګ راتګ پر مهال په نښه شوي دي.
په دې موده کې ۱۹۳ چاودنې ثبت شوي چې له امله یې ۳۳۳ تنه نور ټپیان شوي هم دي . د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د ځای پر ځای شویو ماینونو او نامعلومو چاودیدونکو توکو شتون لاهم د ملکي وګړو لپاره یو لوی ګواښ دی.
طالبانو ادعا کړې چې له یو میلیون څخه زیاتو خلکو ته یې د ماینونو د خطرونو په اړه پوهاوی ورکړی دی . خو په دغه ډله ډیر تورونه دي چې د جګړې په کلونو کې یې د هیواد پراخې سیمې په ماینونو پوښلې وې.

ماین #ماشومان #افغانستان #چاودنه #دجګړېقربانیان #ناچاوده_توکي #امنیت #پیښې

Author