د اوبو د برخې کارپوه نجیب الله سدید خبر ورکړی چې د هرات ولایت په پاشدان بند کې د اوبو کچه د پام وړ لوړه شوې او تمه کیږي چې په راتلونکو ورځو کې ډک شي . د وروستیو اورښتونو او د واورو ویلې کیدل د دې زیاتوالي اصلي لامل بلل شوی دی.
ښاغلي سدید په یوه فیسبوک پوسټ کې ټینګار کړی چې دا بند د سیلابونو د کنټرول ترڅنګ، د هرات د شنه کمربند په پراختیا او د ځمکې لاندې اوبو په تغذیه کې حیاتي رول لري . تیر کال سختې وچکالۍ د دې بند د اوبو ذخیره ډیره کمه کړې وه.
په ورته وخت کې، طالبانو د هلمند ولایت په کجکي بند کې هم د اوبو د کچې د لوړیدو خبر ورکړی او ژمنه یې کړې چې د هلمند او کندهار ولایتونو بریښنا به ښه شي . په ډیرو ولایتونو کې وروستیو ژمنیو اورښتونو د وچکالۍ د اغیزو د کمیدو هیلې راژوندۍ کړي دي.