د طالبانو استخباراتو پورې تړلې رسنۍ “المرصاد” راپور ورکړی چې د پاکستان په خیبر ایجنسۍ کې د داعش په یوه پټنځای د برید په پایله کې د دې ډلې ۱۱ غړي وژل شوي دي . دا پیښه تیره شپه د “شنکو” په سیمه کې شوې او ویل کیږي چې برید کوونکي نامعلوم وسله وال وو.
سرچینې وايي چې ډیری وژل شوي کسان بهرني اتباع وو چې د تیر کال په نومبر کې د بې پیلوټه الوتکو له بریدونو وروسته دې سیمې ته راغلي وو . په دې نښته کې د داعش درې نور غړي ټپیان شوي هم دي. دا ډله په وروستیو میاشتو کې په سرحدی سیمو کې تر فشار لاندې ده.
المرصاد ادعا کوي چې دغو کسانو په “جبارمیله” کې د خپلو مرکزونو له ویجاړیدو وروسته خیبر ایجنسۍ ته کډه کړې وه . د افغانستان او پاکستان په پوله کې د ډلو ترمنځ نښتې او د ترهګرۍ ضد عملیات لاهم دوام لري.