د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنت اعلان وکړ چې د ایران په وروستیو لاریونونو کې په وژل شویو او نیول شویو کسانو کې افغانان هم شامل دي. هغه ټینګار وکړ چې په قربانیانو کې عام خلک او ماشومان هم شته .
بنت په ایران کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغان کډوالو شتون ته په اشارې سره، د هغوی د وضعیت په اړه اندیښنه وښوده. ملګرو ملتونو له ایراني چارواکو غوښتي چې د لاریون کوونکو اعدامول ودروي او د مرګ ژوبلې دقیق ارقام وړاندې کړي .
دا په داسې حال کې ده چې د قربانیانو د شمیر په اړه ضد او نقیض راپورونه شته؛ ایراني چارواکو د شاوخوا درې زره کسانو وژل تایید کړي، خو د بشري حقونو سازمانونه دا شمیره تر اوو زرو ډیره اټکلوي .

افغانستان #ایران #کډوال #بشريحقونه #ریچاردبنت #ملګري_ملتونه #لاریونونه #خبرونه

Author