د ملګرو ملتونو یو چارواکي چهارشنبه ورځ رویترز خبري ادارې ته وویل چې یوناما په کابل کې د روږدي کونکو درملنې مرکز ته د پاکستان د بریدونو کې د وژل شویو شمیر ۱۴۳ تنو ته اټکل کړی دی. طالبانو مخکې ادعا کړې وه چې د دوشنبې په شپه د پاکستان په کابل هوایي بریدونو کې له ۴۰۰ څخه زیات کسان وژل شوي او ۲۶۵ ټپیان شوي دي.
پاکستان د روږدي کونکو درملنې مرکز په نښه کولو په اړه د طالبانو ادعا رد کړې او اعلان یې کړی چې نظامي تاسیسات او د تروریستي ډلو پورې اړوند زیربناوې یې په نښه کړې دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازیتوب وویل چې په کابل کې د روږدي کونکو درملنې مرکز د پاکستان په هوایي برید کې اغیزمن شوی دی.
یوناما په یوه بیانیه کې وویل چې په دې برید کې لسګونه کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي. یوناما په رسمي ډول د کابل ته د پاکستان وروستیو بریدونو دقیق تلفاتو شمیر اعلان نه و کړی. #افغانستان #کابل #ملګري\_ملتونه #پاکستان #هوایي\_بریدونه