په کاپیسا ولایت کې د طالبانو حکومت د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې ادارې تایید کړې چې وروستیو ویجاړونکو سیلابونو په دې ولایت کې شاوخوا څلویښت د استوګنې کورونه په بشپړه یا قسمي توګه ویجاړ کړي دي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، دا ویجاړۍ تر ډیره د کاپیسا د مرکز اړوندو کلیو کې رامنځته شوې دي. د استوګنې د کورونو ترڅنګ، سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او لسګونه د اوبو کانالونه هم له منځه تللي دي.

په تیرو پنځو ورځو کې د افغانستان په ډیرو ولایتونو کې سخت بارانونه روان وو. شمیرې ښيي چې لسګونه کسان مړه شوي او عامو خلکو ته ډیر درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

#افغانستان #سیلابونه #کاپیسا

🌐

Author