د ملګرو ملتونو د بشري حقونو یو شمېر کارپوهانو د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د جزايي محاکمو د تنظیمولو فرمان لغوه کړي. دوی خبرداری ورکړی چې دا ګام کولای شي په افغانستان کې د بنسټیزو حقونو د لا کمزوري کېدو لامل شي.

د ریچارډ بینټ په مشرۍ په یوه رسمي لیک کې راغلي چې د دې فرمان ارزونه له بشري حقونو سره د هغې د مطابقت په اړه جدي اندېښنې راپاروي. دا لیک د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته لیکل شوی دی.

کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د جرمونو مبهم تعریف کولای شي په افغانستان کې په خپلسري ډول د قانون د پلي کېدو لامل شي. د طالبانو حکومت تر اوسه د ملګرو ملتونو د کارپوهانو دې لیک ته غبرګون نه دی ښودلی.

🌐 #افغانستان #بشری\_حقونه #ملګری\_ملتونه

Author