د فاریاب پخواني والي نقیب الله فایق ادعا کړې چې د طالبانو حکومت بهرنیو کډوالو ته ځمکې او پیژندپاڼې ویشي. هغه د یوه سند په خپرولو سره ویلي چې دا کسان د کوچیانو په نوم په شمالي ولایتونو کې ځای پر ځای کیږي.

د هغه په وینا د خلکو له اعتراضونو وروسته د طالبانو حکومت د ځمکو د ویش لړۍ د چټکولو امر کړی دی. فایق وايي فاریاب ته د چارواکو وروستی سفر یوازې د خلکو د غوسې سړولو لپاره یو نمایش و.

پخوانی والي خبرداری ورکوي چې بل پلان له وزیرستان څخه د زرګونو کسانو ځای پر ځای کول دي. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان پدې وروستیو کې د افغان کډوالو جبري ایستل خورا ګړندي کړي دي.

🌐

#فاریاب #طالبانو\_حکومت #کډوال #افغانستان

Author