د افغانستان د پاورلیفټینګ ټیم د بیلاروس په اتلولۍ کې ښه وځلید او د څلورو سرو زرو په ګډون یې شپږ مډالونه ترلاسه کړل.

په دې ټیم کې شپږ لوبغاړي او یو روزونکی شامل وو چې په بیلابیلو عمرونو کې یې له خپلو سیالانو سره سیالي وکړه. دا سیالۍ د می له شپږمې تر لسمې نیټې ترسره شوې.

د پاورلیفټینګ فدراسیون وویل چې ملي لوبغاړو ته له یو کال محدودیت وروسته دا فرصت برابر شوی دی. په ورته وخت کې ښځې له سپورت څخه بې برخې دي.

#افغان\_سپورت #مډالونه #اتلولي

🌐

Author