د مهاجرت نړیوال سازمان اعلان وکړ چې په ننګرهار ولایت کې د سختو بارانونو له امله راوتلو سیلابونو شاوخوا دوه زره کورنۍ زیانمنې کړې دي.
دې بنسټ زیاته کړه چې سیلابونو د خلکو د استوګنې کورونو او شتمنیو ته زیان رسولی دی. دوی اوس مهال د اړتیاوو ارزولو او د مرستې کڅوړو ویشلو په حال کې دي.
د یکشنبې په ورځ په دې ولایت کې د بریښنا او طوفان له امله دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شول. وروستیو طبیعي پیښو د لسګونو کسانو ژوند اخیستی دی.
#سیلابونه #ننګرهار #طبیعي\_پیښې
🌐