د افغانستان تر شل کلنو کم عمره د فوټبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا د اتلولۍ سیالیو په دوام، نن د ترکمنستان د ځوانانو ملي لوبډلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته وځي. دا مهمه لوبه به د کابل پر وخت ماسپښین دولس بجې ترسره شي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی چې هېوادوال لوبغاړي له بشپړ چمتووالي سره دې میدان ته کښته کیږي. ټاکل شوې چې افغانستان د دې معتبرو سیالیو په دوام، په روانه اونۍ کې د چهارشنبې او جمعې په ورځو د ازبکستان او تاجکستان له لوبډلو سره هم لوبې وکړي.

د مرکزي اسیا یا کافا د فوټبال سیالۍ، د سیمې د غوره لوبډلو په ګډون د یکشنبې په ورځ په دوشنبه ښار کې پیل شوې دي. دا سیالۍ د ځوانو فوټبالرانو د استعدادونو د ودې لپاره خورا مهمې دي او د روانې میاشتې تر پایه به دوام وکړي.

#افغانستان #فوتبال #سپورت

🌐

Author