د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت شارژدافیر سردار احمد شکیب یې د وروستي مرګوني برید په غبرګون کې ورغوښتی دی. دغه هیواد د بنو د سیمې د پیښې په تړاو خپل د سخت اعتراض لیک هغه ته سپارلی دی.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې په خیبر پښتونخوا ایالت کې پر امنیتي پوستې برید په افغانستان کې دننه پلان شوی و. په دې برید کې چې له یوه بم ایښودل شوي موټر څخه پکې کار اخیستل شوی و، پنځلس پولیس وژل شوي او د یوه ملکي وګړي په ګډون څلور نور ټپیان شوي دي.

اسلام اباد د وسله والو ډلو له خوا د افغانستان د خاورې د کارولو په اړه جدي اندیښنه ښودلې او د طالبانو د حکومت د سمدستي اقدام غوښتنه یې کړې ده. خو د طالبانو حکومت تل د افغانستان په خاوره کې د وسله والو ډلو شتون رد کړی دی.

#پاکستان #د\_طالبانو\_حکومت #امنیت

🌐

Author