د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام خبردارى ورکړى چې په افغانستان کې ښځې او ماشومان د بشري مرستو د بوديجې له کمښت څخه تر ټولو ډېر زيان ګوري. اقتصادي ستونزو او د کډوالو راستنېدو وضعيت لا پسې خراب کړى دى.
د دې بنسټ چارواکو ختيځو سيمو ته له سفر وروسته ويلي چې ډېرى میندې او ماشومان د تغذيوي موادو د نشتوالي له امله له مرستو بې برخې پاتې دي. نږدې پنځه ميليونه میندې او ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.
د سون توکو د بيو لوړېدل او د اکمالاتي لارو تړل کېدل د دې ادارې عمليات له جدي خطر سره مخ کړي دي. د خوړو نړيوال پروګرام د خپلو فعاليتونو د دوام لپاره بيړنۍ بوديجې ته اړتيا لري.
#د\_خوړو\_نړیوال\_پروګرام #افغان\_ښځې #خوارځواکي
🌐