د روسیې د امنیت شورا سکرتر سرګي شویګو اعلان وکړ چې په افغانستان کې د اتلسو او درویشت زرو ترمنځ جنګیالي په شلو وسله والو ډلو کې فعالیت کوي. هغه دا موضوع په بیشکک کې د شانګهای همکارۍ سازمان د امنیت شورا په غونډه کې بیان کړه.
هغه امنیتي ګواښونو ته په اشارې سره زیاته کړه چې د سیمې د امنیت لپاره د افغانستان وضعیت ځانګړی ارزښت لري. د هغه په وینا د داعش ډله په افغانستان کې شاوخوا درې زره غړي لري او له نورو هیوادونو څخه د بهرنیو جنګیالیو راتګ زیات شوی چې د امنیتي بنسټونو له سترګو پټ فعالیت کوي.
د روسیې د امنیت شورا سکرتر د افغانستان په بیا رغونه کې د امریکا پر مسوولیت هم ټینګار وکړ. دا په داسې حال کې ده چې روسیه د طالبانو له حکومت سره عملي اړیکې لري خو د بهرنیو جنګیالیو شتون د خپلو او د سیمې د هیوادونو د ګټو خلاف بولي.
#روسیه #افغانستان #امنیت #تروریزم
🌐