په بېلابېلو اروپايي او اسیايي هېوادونو کې یو شمېر خبریالانو او د رسنیو مدیرانو د افغانستان د رسنیو د نړیوال فدراسیون د جوړېدو خبر ورکړی دی. دا خپلواک بنسټ د افغان رسنیو د ننګونو د حل لپاره جوړ شوی دی.

د دې فدراسیون بنسټ ایښودونکي وايي چې د دوی اصلي هدف د خبریالانو ملاتړ، د بیان د ازادۍ دفاع او د رسنیو ترمنځ د پیوستون پیاوړتیا ده. خبریالان په دې وروستیو کلونو کې له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ وو.

دا بنسټ په پام کې لري چې په جلاوطنۍ کې د افغان خبریالانو لپاره د یوه ملاتړي چتر په توګه کار وکړي. د طالبانو د حکومت له راتګ وروسته د بیان پر ازادۍ او رسنیو ډېر محدودیتونه لګول شوي دي.

#رسنۍ #خبریالان #د\_بیان\_ازادي #افغانستان

🌐

Author