په پنجشېر ولایت کې سیمه ییزو سرچینو تایید کړې چې د محمد جاوید په نوم یو شپاړس کلن ځوان په پریان ولسوالۍ کې ډوب شوی دی. دا پېښه د سرو زرو د کان اړوند په اوبو ډکه کنده کې شوې ده.
د سیمې د اوسېدونکو په وینا، دا کنده مخکې د سرو زرو د ایستلو لپاره کیندل شوې وه چې د اوبو له لوړېدو وروسته ډکه شوه. محمد جاوید د ښوونځي زده کوونکی و او د لامبو وهلو پر مهال یې ژوند له لاسه ورکړ.
د پنجشېر سیند په اوږدو کې کیندل شوې کندې د سیمې د خلکو او ماشومانو لپاره جدي خطرونه جوړوي. په تېر یو کال کې هم ګڼ شمېر کسانو د لامبو وهلو پر مهال په دې سیند کې خپل ژوند بایللی دی.
#پنجشېر #پېښې #افغانستان #کانونه
🌐