دیپلوماتیکو سرچینو تایید کړې چې په کویت هېواد کې د افغانستان سفارت اوس په بشپړه توګه د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې راغلی دی. دا بدلون په دغه هېواد کې د افغانستان د پخواني سفیر د ماموریت له پای ته رسېدو وروسته رامنځته شوی دی.

د راپورونو له مخې، په کویت کې د افغانستان پخواني سفیر سید جاوید هاشمي شاوخوا یوه میاشت وړاندې د سفیر په توګه خپله دنده پای ته ورسوله. د هغه له تګ سره سم، د دې دیپلوماتیکې استازولۍ اداره د طالبانو حکومت پورې تړلو کسانو لاس ته لوېدلې ده.

د طالبانو حکومت شاوخوا دوه کاله وړاندې په دې سفارت کې د نفوذ پیدا کولو لپاره خپلې هڅې پیل کړې وې. دوی په هغه وخت کې خپل یو دیپلومات په دې استازولۍ کې د لومړي سکرتر په توګه معرفي او ځای پر ځای کړی و.

#سفارت #کویت #طالبان

🌐

Author