په بغلان ولایت کې د طالبانو حکومت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې مسوولینو اعلان کړی چې د وروستیو سېلابونو د راوتلو له امله لږ تر لږه پنځوس استوګنیز کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي. دې سېلابونو ځایی اوسېدونکو ته درانه زیانونه اړولي دي.
په بغلان کې د دې ادارې مسوول هدایت الله همدرد وویل چې د استوګنې د کورونو ترڅنګ، سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم سخته زیانمنه شوې ده. په دوشي ولسوالۍ کې دېرش کورونه او په ډنډ غوري سیمه کې شل نور کورونه نړېدلي دي.
د روان لمریز کال له پیل راهیسې، د افغانستان ډېری ولایتونه د سختو بارانونو او ویجاړونکو سېلابونو شاهدان دي. دې طبیعي پېښو ډېره مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي او د خلکو د ژوند وضعیت یې نور هم خراب کړی دی.
#سېلاب #بغلان #افغانستان
🌐