د امریکا په نیویارک ښار کې یوې فدرالي محکمې نجیب الله چې په طالبانو پورې تړلی پخوانی قوماندان دی، په دوه څلویښت کاله بند محکوم کړ. هغه د یوه امریکایي خبریال د تښتولو او د دریو سرتیرو په وژلو کې په لاس لرلو ګرم وپېژندل شو.
دا پېښه په دوه زره اتم میلادي کال کې رامنځته شوه چې په کې امریکایي خبریال ډیویډ روډ د اوو میاشتو لپاره په یوه قبایلي سیمه کې یرغمل شوی و. نجیب الله اعتراف کړی چې په افغانستان کې یې د امریکایي سرتیرو د وژلو لپاره وسلې برابرولې.
د محکمې قاضي اعلان وکړ چې د هغه د اعتراف او د کرونا په وخت کې د زندان د سختو شرایطو له امله یې د عمري بند له پریکړې ډډه کړې ده. دغه پنځوس کلن قوماندان په محکمه کې د امریکایي خبریال له کورنۍ بخښنه وغوښته.
#امریکا #محکمه #زندان #امنیت
🌐