ډیلي میل ورځپاڼې راپور ورکړی چې دوه افغانان په امریکا کې د انګلستان د فوټبال ملي لوبډلې د تجهیزاتو د غلا په تور نیول شوي دي. دغو کسانو مخکې د طالبانو حکومت پر وړاندې له امریکايي پوځ سره د همکارۍ له امله د امریکا تابعیت ترلاسه کړی و.

مصطفی سالک او عرفان کمال تورن دي چې د انګلستان د ملي لوبډلې له یوه موټر څخه یې د اتلس زره ډالرو په ارزښت ورزشي وسایل غلا کړي دي. د دې وسایلو لویه برخه، په شمول د ورزشي جامو، بیرته ترلاسه شوې او لوبډلې ته سپارل شوې ده.

د دې دوو افغانانو مدافع وکیلان د غلا تور یوه ناوړه تفاهم بولي. محکمې د دوی د ضمانت پیسې کمې کړي او د پاسپورتونو د ضبطولو امر یې کړی دی. د جرم ثابتیدو په صورت کې به دوی تر اوو کلونو پورې په زندان محکوم شي.

#افغان #مهاجرت #امریکا #فوټبال

🌐

Author