په وینزویلا کې دولتي چارواکو اعلان کړی چې په دغه هیواد کې د دوو ځواکمنو زلزلو له امله د مړو شمیر سل او څلور شپیتو کسانو ته لوړ شوی دی. د وینزویلا سرپرستې ولسمشرې دلسی رودریګز تایید کړه چې په دې طبیعي پیښه کې لږ تر لږه نهه سوه او یو اویا نور کسان ټپیان شوي دي.
راپورونه ښیي چې د اووه اعشاریه دوه او اووه اعشاریه پنځه درجې په کچه دوو زلزلو د دې هیواد ځینې برخې لړزولې دي. دې پیښې ډیر مالي زیانونه اړولي او د کاراکاس هوایی ډګر فعالیت او د مترو خدمتونه یې په موقت ډول درولي دي.
د وینزویلا سرپرستې ولسمشرې په ټول هیواد کې بیړنی حالت اعلان کړی دی. په همدې حال کې د متحده ایالاتو، فرانسې، هسپانیې او آلمان په ګډون څو هیوادونو د ژغورنې عملیاتو لپاره د خپلو مرستندویه ځواکونو لیږلو ته چمتووالی ښودلی دی.
#وینزویلا #زلزله #طبیعی\_پیښی #مرسته
🌐