د پارلمانتاریزم د نړیوالې ورځې په رارسېدو سره راپورونه ښیي چې افغانستان نږدې پنځه کاله کیږي چې له مقننه قوې پرته اداره کیږي. د طالبانو د حکومت له راتګ وروسته پارلمان او ګڼ شمېر نور انتخابي بنسټونه لغوه شول.

ملګري ملتونه پارلمانونه د بشري حقونو د خوندیتوب او د حکومتونو د ځواب ویلو لپاره خورا مهم بولي. خو په افغانستان کې د دې بنسټ په نشتوالي کې ټول قوانین او فرمانونه یوازې د طالبانو د حکومت د مشرانو له لوري صادریږي او تطبیقیږي.

حقوقي کارپوهان په دې باور دي چې د پارلمان نشتوالي د قانون جوړونې په بهیر کې روڼتیا او پر حکومت څارنه په بشپړه توګه له منځه وړې ده. افغان ښاریان هم ټینګار کوي چې د خلکو د غږ اورېدو لپاره د یوه بنسټ تشه په کلکه احساسیږي.

🌐 #افغانستان #پارلمان #قانون

Author