د طالبانو د حکومت د سرحدونو وزیر نورالله نوري په کابل کې په یوه غونډه کې اعلان وکړ چې د افغانستان د امنیت او خاورې ساتنه د دوی لومړیتوب دی. دا څرګندونې د هېواد په ختیځ کې د پاکستان له هوایي بریدونو یوه ورځ وروسته کیږي.
نوموړي د یو شمېر دیني عالمانو په منځ کې ټینګار وکړ چې هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان امنیت ګډوډ کړي. نوري خبرداری ورکړ چې هر هغه تېری کوونکی چې دې خاورې ته یې په منفي سترګه کتلي دي تل له سختې ماتې سره مخ شوی دی.
د سرحدونو وزیر له خلکو وغوښتل چې خپل ملي یووالی وساتي او د نظام ملاتړ ته دوام ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په روانه میاشت کې په وار وار د سرحدي ولایتونو بېلابېل سیمې د سختو هوایي بریدونو هدف ګرځولې دي.
🌐 #افغانستان #امنیت #طالبان