د آزادۍ جبهې ادعا وکړه چې طالبانو د چهارشنبې ورځ د غرمې وروسته د بدخشان زیباک کې د دې جبهې مواضعو باندې برید وکړ. د جبهې له وینا، جګړه څلور ساعته دوام وکړ او جبهه وتوانیده چې برید وشړي.
د آزادۍ جبهې دا هم ادعا وکړه چې پدې جګړه کې د طالبانو پنځه غړي ووژل شول او ۱۱ نور یې ټپیان شول. طالبانو تر اوسه پدې اړه هیڅ موقف نه دی نیولی او دا ادعاوې یې نه تاییدې او نه رد کړې.
بدخشان وروستیو میاشتو کې د وسله والو جګړو شاهد و. د دې ولایت د جغرافیایي او سرحدي موقعیت له امله، دا ولایت د شمالي افغانستان د حساسو امنیتي سیمو له ډلې ګڼل کیږي.
#بدخشان #د\_آزادۍ\_جبهه #طالبان #وسله\_واله\_جګړه #زیباک
🌐