د ملګرو ملتونو د خواړو او کرنې سازمان (FAO) خبرداری ورکړی چې د ۲۰۲۶ کال د منځني ختیځ د بحران وروسته د سرو لوړو نرخونو له امله د افغانستان د ۲۰۲۷ کال د غنمو حاصل جدي ګواښ سره مخ دی.
FAO وايي چې د ژمي د کرنې موسم له پیل دمخه د شاوخوا ۶۰۰ زره کرنیزو کورنیو لپاره د سرو او اصلاح شوو غنمو تخمونو برابرولو لپاره ۳۸.۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري. دا اداره وايي چې د افغانستان د ځمکې د ټیټ حاصلخیزۍ له امله د غنمو کرنه د DAP او یوریا سرو پورې ډیره اړه لري.
غنم د افغانستان ترټولو مهم کرنیز محصول دی او د هغه د تولید کمښت کولای شي د ملیونونو خلکو د خوراکي امنیت ته ګواښ ورسوي. قزاقستان اعلان کړي چې د تیرو ۱۱ میاشتو کې یې افغانستان ته د غله صادرات ۵۷ سلنه زیات شوي.
#خوراکي\_امنیت #افغان\_غنم #FAO #کرنه
🌐