سیمه ییز سرچینې وايي چې تیرو دوو میاشتو کې د هرات لسګونو ښځو د طالبانو د امر بالمعروف ځواکونو له خوا د کوټ اغوستلو، نقاب نه لرلو، ارایش یا عطر کارولو له امله بند شوې دي. طالبان د دوی د خلاصون لپاره د ۱۳ زره څخه تر ۲۰ زره افغانیو پورې جریمه غواړي.

«لیلما» د دې ښځو له ډلې ده چې دوه اونۍ مخکې د هرات د ۶۴ متره سړک پر سر د خاوند موټرسایکل شاته ناسته وه چې بنده شوه. د نیولو پر مهال د هغې خاوند هم وهل شو او غاړه یې مات شوه. «زهره»، ۱۶ کلنه نجلۍ، یوه میاشت مخکې د هرات د امریت چوکراهۍ کې د پنځو نورو ښځو سره یوځای بنده شوه.

د بندیانو ښځو ډیرو کورنیو د جریمو د ورکولو لپاره پور اخیستلو ته اړ شوي دي. د نیولو وېره د هرات عامه فضا بدله کړې ده، او هغه کوڅې چې یوه وخت د ښار د عادي ژوند برخه وې، اوس د ډیرو ښځو لپاره د وېرې او بې آزادۍ سمبول شوې دي.

#د\_هرات\_ښځې #طالبان #د\_ښځو\_حقوق #افغانستان

🌐

Author