د هرات د طالبانو د امنیې فرماندهۍ ویاند وویل چې یوې ۵۵ کلنې ښځې د قول اردو د کورنیو سیمه کې د یوه ودانۍ له پنځم پوړ نه یو یو ونیم کلن ماشوم چې نوران نومیده، ووغورځاوه. ماشوم پدې پیښه کې ووژل شو او د هغه کورنۍ له آلمان نه تازه هرات ته راغلې وه.
ویاند وویل چې متهمه د لومړنیو تحقیقاتو پر مهال دې عمل ته اعتراف کړی دی. دا ښځه د کور صفاکاره وه او د موبایل او نقدو پیسو د غلا تور لاندې د ایستلو سره مخ شوې وه.
د راپورونو له مخې د اسد د ۱۵مې سهار، کله چې کورنۍ د تلیفون مسلې کې بوخته وه، دا ښځه پنځم پوړ ته لاړه او ماشوم یې له کړکۍ ووغورځاوه. چارواکي وايي چې د قضیې د حقیقت د معلومولو لپاره نور تحقیقات روان دي.
#هرات #جنایت #افغانستان #سیمه\_ییزه\_پیښه