د قندهار ولایت د عینو مینې ولسوالۍ کې یوې ۲۵ کلنې نجلۍ د اسد د ۱۶مې سهار د یوه منځ عمره سړي سره د زوره د نکاح وروسته ځان ووژل. د قندهار د طالبانو چارواکو دا پیښه تاییده کړه او وویل چې د هغې پلټنه کوي.

طالبانو همدارنګه ادعا وکړه چې د قندهار د ژري ولسوالۍ کې یې د بلې ځوانې نجلۍ د ځان وژنې مخه ونیوله. د دوی له مخې، د هغې ورور غوښتل چې هغه یو زوړ سړي ته ورکړي.

د طالبانو له بیا واکمنۍ راهیسې د زوره واده پر وړاندې د ځوانو نجونو د ځان وژنې ډیرې پیښې راپور شوي دي. دا ستونزه د نړیوالو رسنیو او د ښځو د حقوقو د فعالانو له خوا پراخه پاملرنه ترلاسه کړې ده.

#قندهار #زوره\_واده #د\_ښځو\_حقوق #افغانستان #ښځې

Author