د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې د نوي راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې په اروپا کې د افغانانو لخوا شاوخوا ۳۹ زره د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ثبت شوي دي. له دې جملې څخه ۵۱ سلنه، چې نږدې ۲۰ زره غوښتنلیکونه کیږي، یوازې په جرمني کې ثبت شوي دي.
په اروپا کې د افغان پناه غوښتونکو د منل کېدو کچه ۷۳ سلنې ته رسېدلې ده. جرمني په یوازې سر د ۳۶ زرو افغانانو دوسیې څېړلي او په ۷۹ سلنه مواردو کې یې غوښتونکو ته پناه ورکړې ده.
په جرمني کې د غوښتنلیکونو زیاتوالی ډیری د افغان ښځو له لوري د دوهم ځل غوښتنو له امله دی. دا پرېکړه د اروپايي ټولنې د محکمې له هغه حکم وروسته شوې چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو حکومت محدودیتونه ځورونه وبلله.
#افغانستان #پناه_غوښتونکي #جرمني #کډوالي
🌐