په بغلان ولایت کې د دوو جلا ترافیکي پېښو په پایله کې دوه تنه مړه او نهه نور ټپیان شوي دي. دا پېښې د پلخمري په ښار او دوشي ولسوالۍ کې رامنځته شوې دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو ټلویزیون د شنبې په ورځ، د میزان په ۱۱مه، په بغلان کې د دې ډلې د والي دفتر په حواله راپور ورکړی چې لومړۍ پېښه د دغه ولایت د مرکز پلخمري ښار په "سنګ سلاخ" سیمه کې رامنځته شوې ده. دا پېښه د یوه موټرسایکل او یوه کرولا ډوله موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
په دې پېښه کې د موټرسایکل چلوونکی سخت ټپي شو او روغتیایي مرکز ته له لېږدولو وروسته یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
دوهمه ترافیکي پېښه د دوشي ولسوالۍ په "کیله
ګي" سیمه کې رامنځته شوه. دا پېښه د دوو کرولا ډوله موټرونو د ټکر په پایله کې رامنځته شوه. په بغلان کې د طالبانو د والي دفتر د دې ټکر د لامل په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
په دې پېښه کې یوه ښځه مړه شوې او نهه نور کسان چې دوه نارینه او اوه ماشومان په کې شامل دي، ټپیان شوي دي. د پېښې ټپیان د درملنې لپاره روغتیایي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
ځايي چارواکي او راپورونه اکثرا د چلوونکو بې احتیاطي، ډېر سرعت او د ترافیکي قوانینو نه مراعتول د افغانستان په سړکونو کې د خونړیو ترافیکي پېښو اصلي لاملونه بولي.
سرچینه: ملي راډیو ټلویزیون
🌐