یوه طالب غړي له یوه برېتانوي ګرځندوی سره په خبرو کې ویلي، چې په پنجشېر ولایت کې یې په یوه ورځ کې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د غړیتوب په تور ۱۴ کسان وژلي دي. دا اعتراف په یوه ویډیو کې ثبت شوی چې د ویل بیلي په نوم محتوا جوړونکي په یوټیوب کې خپره کړې ده.
ښاغلي بیلي دا ویډیو د دوشنبې په ورځ، د میزان په شپږمه، "د نړۍ په تر ټولو خطرناک هېواد کې ۴ ورځې" تر عنوان لاندې خپره کړه. په دې ویډیو کې هغه د طالبانو له غړو سره د افغانستان څو ولایتونو ته سفر کوي، په کلاشینکوف ډزې کوي او په تلاشیو کې له هغوی سره د جګړې، وسلو او شخصي ژوند په اړه خبرې کوي.
د ویډیو په یوه برخه کې، دغه طالب غړی په ننګرهار کې له ښوونځي وروسته په یوه دیني مدرسه کې د شاملېدو په اړه خبرې کوي او وايي چې پوځي او "جهادي" روزنه د دغې مدرسې د درسي پروګرام برخه وه. هغه همدارنګه په کونړ ولایت کې له داعش ډلې سره د خپلې جګړې یادونه وکړه او له دغې ډلې سره جګړه یې د امریکايي ځواکونو په پرتله سخته وبلله.
هغه وویل چې له داعش سره جګړه پر عقایدو ولاړه ده، په داسې حال کې چې امریکايي سرتېرو د معاش او کور ته د ستنېدو لپاره جګړه کوله. دغه طالب غړي زیاته کړه چې په ننګرهار کې په یوه جګړه کې کلابند او له پښې ټپي شوی و.
کله چې بیلي ترې وپوښتل چې په شخصي توګه یې څومره کسان وژلي، هغه ځواب ورکړ: "یو ځل مې په پنجشېر کې ۱۴ کسان ووژل." کله چې وپوښتل شول چې ایا دا کسان د داعش غړي وو، د طالبانو ژباړونکي ځواب ورکړ: "نه، هغوی د افغانستان د ملي مقاومت جبهې غړي وو."
په ۱۴۰۰ کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، پنجشېر د احمد مسعود په مشرۍ د وسله
وال مقاومت په یوه اصلي مرکز بدل شو. نړیوالو بشري سازمانونو په وار وار د طالبانو حکومت په دغه ولایت کې په ناقانونه وژنو، خپلسرو نیونو او د ملکي وګړو په شکنجه کولو تورن کړی دی.
سرچینه: رسنیز راپورونه
🌐