د بښنې د نړیوال سازمان یوې لوړ پوړې مشرې، اریکا ګوارا روساس، د طالبانو د لوړ پوړو چارواکو د نیولو لپاره د جرمونو د نړیوالې محکمې (ICC) وروستی حکم "د نړیوال عدالت لپاره یو عطف ټکی" بللی دی. هغې ټینګار وکړ چې د جنسیتي اپارتاید پلي کوونکي او د ښځو ځورونکي باید له مجازاتو څخه معاف نه شي.
اغلې ګوارا روساس چې د بښنې په نړیوال سازمان کې د څیړنو او پالیسۍ مشري کوي، د اکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د جرمونو د نړیوالې محکمې دا حکم روښانه کوي چې جنسیتي ځورونه یوازې په فزیکي تاوتریخوالي پورې محدوده نه ده.
هغې زیاته کړه چې دا ځورونه په سیستماتیک ډول او د تبعیضي جنسیتي نورمونو د تحمیل له لارې هم پلي کیدی شي؛ هغه نورمونه چې د افرادو د حقونو، ازادۍ او اختیار د سلبولو په اساسي موخه ډیزاین شوي دي. د محکمې دا چلند د بشریت ضد جرمونو یو پراخ تعریف وړاندې کوي.
د بښنې دغه چارواکي څرګنده کړه چې دا حکم نه یوازې د افغانستان لپاره، بلکې د هغه له پولو هاخوا هم اهمیت لري. هغې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان وضعیت ته په مستقیمه اشارې سره وویل چې د تحمیل شویو جنسیتي نورمونو څخه سرغړونه جرم نه دی، بلکې د دغو نورمونو څخه د سرغړونې له امله د افرادو سیستماتیک ځورول جرم ګڼل کیږي.
اریکا ګوارا روساس په پای کې ټینګار وکړ چې د داسې تبعیضي پالیسیو او جنسیتي نابرابرۍ د پلي کولو مسوولین او امرین باید د نړیوالو قوانینو پر وړاندې ځواب ویونکي وي او دا حکم د هغوی د ځواب ویلو په لور یو مهم ګام دی.
دا غبرګون د جرمونو د نړیوالې محکمې د دوهمې قضیې د مقدماتي څانګې له خوا د بشریت ضد جرمونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیتي ځورونې په تور د طالبانو د دریو لوړ پوړو چارواکو د نیولو د حکم له صادرولو وروسته شوی دی.
سرچینه: Zarin TV
🌐