په کابل کې ځایي سرچینې وايي، طالبانو د امید سبز ښارګوټي درې استازي چې د سې شنبې په ورځ یې نیولي وو، په ضمانت او ژمنې اخیستو سره خوشې کړي دي.

د یوې سرچینې په وینا، طالبانو له دغو کسانو څخه د خپلو کورونو د تخلیه کولو ژمنې اخیستو وروسته هغوی خوشې کړي دي. سرچینې زیاته کړې چې طالبانو دوی ته خبرداری ورکړی چې که له کورونو څخه په وتلو ډډه وکړي، نو د کورنۍ غړي به یې هم ونیول شي.

ځینو سرچینو د نیول شویو استازو شمېر پنځه تنه ښودلی و. ویل کیږي چې دا کسان د نیول کیدو پر مهال سخت ګواښل شوي او سپکاوی ورته شوی، او د طالبانو یوه مامور ورته ویلي دي: "وژنو مو، څوک به مو پوښتنه وکړي؟"

دا استازي د طالبانو د عدلیې وزارت د پریکړې په وړاندې د اعتراض وروسته نیول شوي وو چې د دوی پر کورونو یې کرایه ټاکلې وه. د ښارګوټي اوسیدونکي وايي چې طالبانو د هرې کوټې لپاره څلور زره افغانۍ کرایه ټاکلې ده.

مخکې له دې، د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو لپاره د طالبانو ځانګړې محکمې د امید سبز ښارګوټي له ۱۵۰۰ جریبه زیاته ځمکه "امارتي" (دولتي) اعلان کړې وه او عدلیې وزارت اوسیدونکو ته د اسد تر ۱۵مې پورې د کورونو د تخلیه کولو مهلت ورکړی و.

اعتراض کوونکي اوسیدونکي دا پریکړه ناعادلانه بولي او د هغې د حقوقي بنسټ د مشخص کیدو غوښتنه کوي.

سرچینه: افغانستان انټرنشنل

🌐

Author